د آلمان په مونشن کې د افغانستان اسلامي جمهوریت میشته جنرال قونسلګري ویاړي چې د ګرانو هېوادوالو لپاره يي په آنلاین توګه د غیابي تذکرو د ویش لړۍ پيل کړې. د نوې آنلاین پروسې څخه په ګټې اخیستنې سره د غیرحضوري تذکرو غوښتونکي کولی شي د نافذو مقرراتو په رڼا کې د آنلاین فورمو په ډکولو سره د سن اصلاح/ د نوم اصلاح/ د تخلص درج کول/ د مثنی تذکرې اخیستل/ د عکس نصبول/ د عکس نوي کول او د تذکرې د تأییدۍ په برخو کې اقدام وکړي او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې تر تأییدۍ وروسته په لږه موده کې له دغې نمایندګۍ څخه خپله تذکره ترلاسه کړي.
 
د غیابي تذکرو د ویش لپاره د آنلاین فورم د ډکولو لپاره لاندي لينك د ویدیو د رهنمائی مطابق تعقيب کړې، http://econsulate.nsia.gov.af
 
 
   
په درنښت
په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلګري

ښاغلی صفت الله رحیمی، په مونشن ښار کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل د آلمان د بادن ورتمبرگ ایالت د دولت له وزیری آغلی شوپر سره وکتل او پدی لیدنه کی د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت سربیره، د سولی په روانو مذاکراتو او په آلمان کی د افغان مهاجرینو په ستونزو باندی خبری وشوی. پدی مجلس که د عامه او خصوصی مشارکت د هغه پروژو جزیات چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د حکومت له لوری نهائی شوی له آغلی شوپر سره شریک او د پدی پروژو کی د بادن ورتمبرگ ایالت د خصوصی سکتور د پانگی اچونی په لارو چارو باندی بحث تر سره شو.

دغه سند چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په حضور کې د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت او زیمنس د انرژۍ کمپنۍ تر منځ لیک لاسلیک شو، پر بنسټ به یې د زیمنس انرژۍ شرکت چی مرکزي دفتر یې د آلمان په مونشن ښار کې موقعیت لري، دوامدارې، باوري او د تجدید وړ انرژۍ ته د لاسرسي لپاره د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي او سیمې ته د انرژۍ د لېږد د مرکز په بدلولو کی به پاموړ برخه واخلي.

ښاغلی صفت الله رحیمی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل په مونشن ښار کی د هند له جنرال قونسل شاغلی موهیت یادوو سره لیدنه وکړه او پدی کتنه کی د افغانستان او هند په دوه اړخیزه همکاریو، اقتصادی پروګرامونو او همدارنګه په مونشن ښار کی د دواړو جنرال قونسلګریو د مشترکو همکاریو په هکله خبری وشوی.

ښاغلی صفت الله رحیمی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل په مونشن ښار کی د امریکی د متحده ایالاتو له جنرال قونسل آغلی میګان ګریګونیس سره لیدنه وکړه او پدی کتنه کی د افغانستان په سیاسی، اقتصادی، امنیتی او د سولی په پروسه باندی خبری وشوی. همدارنګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسلګری او د امریکی د متحده ایالاتو د جنرال قونسلګری تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو په هکله هم خبری وشوی.

ښاغلی صفت الله رحیمی، په مونشن ښار کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر ښاغلی هرمن، د یاد ایالت د پولیسو عمومی مشر او د مهاجرت د اداری عمومی رییس سره وکتل. پدی لیدنه کی د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت سربیره، د سولی په روانو مذاکراتو او په آلمان کی د افغان مهاجرینو په ستونزو باندی خبری وشوی.

THIS PAGE IN OTHER LANGUAGES

Go to Top