د تابعیت غیابي پېژندپاڼه

د هویت د تثبیت فورم او داسې نور خدمتونه د تابعیت د احکامو په رڼا کې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې د طرزالعملونو سره سم د هویت د تثبیتولو د بهیر د آسانتیا لپاره د غیابي پېژندپاڼو وېش او نور داسې خدمتونه طرح او دیزاین شوي دي.

  • په انلاین توګه د غیابي پیژندپاڼو د پړاونو سرته رسول
    هغه افغانان چې په مونشن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قونسلگری په اړوندې حوزه کې استوګنه لري او تر اوسه یې د تابعیت پیژندپاڼې نه دي اخیستي او یا هم خپلو پیژندپاڼو کې د بدلونونو غوښتونکي دي کولی شي د غیابي تذکرو فورمې په انلاین توګه ډکې کړي.

    مهم ټکي:
    د غیابي تذکرو غوښتونکي کولی شي د انلاین له دې بهیره په استفادې سره، د نوې پیژندپاڼې، مثنی، د پیژندپاڼې تائیدي، د تخلص درجول، د عکس نوي کول او یا لګول، د زوکړې د ځای اصلاح کول، د نوم او عمر اصلاح کول وکړي.
    همدا راز د پیژندپاڼو غوښتونکي د فورمو په ډکولو، د بشپړ شهرت په درجولو او خپلو اصولي خپلوانو(پلار،نیکه، ورور، تره او د تره زوی) او په همدې توګه د اړتیا وړ خدمتونو د غوراوي په برخه کې ډېر دقت وکړی. که د کاپي پیژندپاڼو غوښتونکي خپل اصولي خپلوان له ځان سره ونه لري او د خپلو اصولي خپلوانو د ثبت په اړه معلومات ونه لري، د هویت تثبیت یې د دوو افغانانو په ضمانت چې پیژندپاڼې ولري او جرمني کې استوګن وي، کیدای شي.د پیژندپاڼو د غوښتونکو هویت چې دوه افغانان تائیدوي د تائیدونکو د پیژندپاڼو غوښتونکي باید د دوو تنو تایئدونکو د پیژندپاڼو کاپي انلاین سیسټم کې ضمیمه کړي. د پیژندپاڼو غوښتونکي باید لازم اسناد په ښه کیفیت له غوښتل شوې فورمې سره په سیستم کې په انلاین ډول ضمیمه کړي د پروسې له بشپړولو او د احوالو د ثبت له خدمتونو وروسته، په مونشن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جنرال کونسلګرۍ ټیلیفوني اړیکې ته انتظار شي.

    د یادونې ده چې د هرې پیژندپاڼې په بدل کې پنځوس یورو اخیستل کیږي.

    په انلاین ډول د غیابي پیژندپاڼو د اخیستو په اړه د لا نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره دې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ www.econsulate.nsia.gov.af او د آنلاین فورمی د ډکولو لپاره لاندی رهنمودی ویدیو کتلی شی. https://www.youtube.com/watch?v=VaK3kpYZ8ng