د لایسنس تایید

د موټر چلولو ټول ملي او بين المللي جوازونه چې د کورنيو چارو د وزارت له خوا صادر شوي او د تاييدي لپاره (بهرنيو چارو وزارت) ته سپارل شوي وي د دغه جنرال قونسلګري له خوا تاييدي ته استول کيږي، دا پروسه ډېر وخت نیسي او د بهرنيو چارو محترم وزارت اجراآتو پورې اړه لري.

  • متقاضیان په بشپړ دقت سره ټول معلومات او طرزالعمل ولولي او د هغې سره سم دې عمل وکړي.
    - د وخت نيولو (ترمين) د پاره اړتیا نشته ځکه چه دغه خدمات د لېرې واټن څخه د ارایې وړ دي او جنرال قونسلګري ته د متقاضي د فزیکي شتون اړتيا نشته او ټول ضروري اسناد کولي شي چه د پست په واسطه يي جنرال قونسلگري ته راواستوي.
    مهرباني وکړي اکسپرس پستي پاکټ او خپله دقيق آدرس، د راستنيدو پاکټ د خپل راليږدول شويو اسنادو سره ضميمه کړئ. له هغې پرته قونسلگري نشي کولي چه ستاسي اسنادونه درواستوي.
    د قونسلگرۍ د دغو خدمتونو د ارايه کولو لپاره ديرش يورو محصول اخلي چې د اعتباري بدهي کارتونو په وسيله Eftpos په جنرال قونسلګري کي د تاديې وړ دي.

    طرزالعمل
    کله چه قونسلګري ستاسو اسناد د پست له لارې لاس ته راوړي نو که ستاسو اسناد بشپړ وي، په يوه اوني کي طي مراحل کيږي او جنرال قونسلګري ستاسي اسناد د د رسمي مکتوب سره ضميمه کوي او د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو څانګي ته يي د بعدي اجراآتو او مراحلو په موخه استوي او د بهرنيو چارو وزارت د ايميل له لارې د کورنيو چارو وزارت له طريقه خبر ورکوي.
    جنرال قونسلگري د متقاضي د موټر چلولو د جواز د تاييدي مکتوب د اکسپرس پست په ذريعه دراستول شوي پاکټ د غوښتونکي په پته استوي نو د ټولو درنو متقاضيانو څخه جدي غوښتنه کوو چې د اکسپرس برګشتي پاکټ پست کي خپل دقيق آدرس جنرال قونسلگرۍ ته را واستوي.

 د غوښتنلیک لپاره چمتو یاست؟

د ملاقات وخت واخلئ

د ملاقات وخت اخیستل

خپل د سند حالت تعقیب کړئ

د سند تعقیبول