د تابعیت د پېژندپاڼې تائید

په مونیخ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګري د پېژندپاڼو د تائید صلاحیت نه لري او دا څانګه د ځینو مراحلو په پلي کولو سره پېژندپاڼې د تائید لپاره د ملي احصاییې ادارې (NSIA) ته وراستوي. د دې څانګې له خوا د غیابي پېژندپاڼو د تائید د پیل لپاره ، مهرباني وکړئ لاندیني مالومات او لارښوونې په پوره ځیرتیا سره ولولئ ، ټول متقاضیان بویه چې لاندیني مالومات او لارښوونې په پوره ځیرتیا سره ولولي او د هغوی په اساس عمل وکړي.

  • شرطونه :
    • د سم او کره غوښتنلیک وړاندې کول چې لاسلیک شوی وي او ګوتې نښه پرې لګول شوې وي؛
    • دوې قطعې بایومتریک انځورونه؛
    • د خپلوانو د پېژندپاڼو کاپۍ ( پلار ، ورور ، خور ، تره ، د تره زوی او د تره لور )؛
    • د هغو ماشومانو د اصلي زېږدپاڼو وړاندې کول چې په آلمان کې زېږېدلي دي د هغوی د والدینو د پېژندپاڼو سره؛
    • کاپی اسناد آلمانی درخواست دهنده ( کارت و یا پاسپورت آلمانی د متقاضي د آلماني اسنادو کاپي (آلماني کارت او یا پاسپورټ)؛
    • د مېشتوالی اسناد، د کار تصدیق، د ډرایورۍ لایسنس چې ترې ستاسو استوګنه په آلمان کې تصدیق کېږي؛
    • د فردي معلوماتو او اسنادو وړاندې کول چې په افغانستان کې مو د پېژندپاڼې چارې څاری (نماینده)؛
    • د فورمې ډکول پرته له قلم خوردګۍ او رنګ پاک څخه.
    په جرمني کې د افغانستان قونسلګري د پېژندپاڼو د تائید مرجع نه ده. دا قونسلګري د پېژندپاڼې د تائید پروسه د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې سره پیل، او غوښتونکی(متقاضي) د نوموړې ادارې د څیړنو نه خبروي هغه افغانان چې غواړي د دوئ د پېژندپاڼو د تائید پروسه پیل شي، لاندې اسناد دې د پُست له لارې قونسلګری ته واستوي.

    د پېژندپاڼې د تائید غوښتونکی دې لاندې ټکو ته پام وکړي:
    د ملاقات وخت:
    د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته، دا خدمات د پُست په واسطه تر سره کیدای شي.
    قونسلګری ته راتګ: متقاضي اړ نه دی چې په کنبرا کې قونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست له لارې قونسلګرۍ ته لیږدولای شي. په رالیږل شوې بسته یا کڅوړه کې باید یو ځانګړی یا راجسټر شوی خالي پاکټ اېښودل شوی وي.

    اړین اسناد: ټول غوښتونکي (متقاضیان) باید لاندې اسناد د پُستې له لارې قونسلګرۍ ته راولیږي:
    الف). غوښتنلیک:
    غوښتونکی(متقاضي) باید یو غوښتنلیک ولیکي او قونسلګرۍ ته خپلې اړتیاوې روښانه کړي. د مثال په ډول، یوازې د پېژندپاڼې تائیدي، د زېږدپاڼې اخیستل او یا داسې نور خدمات باید په واضح ډول په غوښتنلیک کې ولیکل شي. ، همدارنګه د متقاضي شهرت، د استوګنې پته او د اړیکې شمېره هم بویه چې په غوښتنلیک کې وکښل شي.
    د پېژندپاڼې کاپي: غوښتونکی(متقاضي) باید د خپلې پېژندپاڼې کاپي (اصلي ته اړتیا نشته) په پُستی بسته یا کڅوړه کې قونسلګرۍ ته ولېږدي.
     انځور: غوښتونکی باید یوه قطعه انځور چې۴ په ۴.۵سانتی متر سایز ولري د سپین شالید سره قونسلګرۍ ته واستوي.
    د) د استوګنځي د آدرس تثبیت: غوښتونکی باید د خپل اوسني استوګنځي د پتې لپاره قونسلګرۍ ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د موټر چلونې د جواز، د بانکي سټیټمنټ یا د برق یا ګاز د بل کاپي وي.
    ر). د زېږېدپاڼې لپاره غوښتنلیک: که چیرته متقاضي د پېژندپاڼې د تائیدی نه وروسته غواړي د زېږېدنې سند ترلاسه کړي، نو د نوموړي سند د لګښت سربیره د لاندینیو اسنادو نه هم یوه ته اړتیا ده چې په پُستي کڅوړه کې قونسلګرۍ ته واستول شي.
    (۱) د موټر چلولو د جواز (جرمنی) رنګه کاپي
    (۲) د سفر د سند
     (۳) د جرمنی ویزه
    لګښت: د تذکرې د تائیدی لګښت ۱۵ جرمني یورو کیږي که چیرته د تذکرې د تائیدی نه پرته د نورو خدمتونو غوښتنه شوې وي، لګښت يې باید ورکړل شي د بېلابېلو خدمتونو د لګښت بیعه د قونسلګرۍ په ویبپاڼه کې کتلی شئ.
    لګښتونه د افغانستان قونسلګرۍ په نامه د مَني آرډر (د پیسو حواله) له لارې ورکولی شئ. همداراز لګښتونه د کریډیټ کارټ له لارې قونسلګرۍ ته د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي، د یادولو وړ ده چې قونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو غوښتونکیو څخه هیله کیږي چې د پُستې له لارې دې نغدې پیسې نه رالیږي.
    پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې توګه دي
    الف). وروسته له دې څخه چې پُستي کڅوړه قونسلګرۍ ته ورسیږي، که چیرته مو په اسنادو کې ستونزه نه وي نو د دوو کاري ورځو په جریان کې پروسه پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د یوه لیک سره د قونسلګرۍ له لوري د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ته د ایمیل په واسطه استول کیږي. د بهرنیو چارو وزارت قونسلي ریاست ته هم د دې اسنادو یوه کاپي استول کېږي. د نفوسو د احوال ثبتولو په مرکزي اداره کې د جرمني په نوم یو دِیسک شتون لري چې همدا چارې پر مخ بیایي. دا پروسه د نفوسو د احوال ثبتولو په مرکزي اداره کې له دوه تر دریو اونیو وخت نیسي. د یادولو وړ ده چې دا قونسلګری د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې په چارو باندې هیڅ ډول نفوذ نه لري.
    ب). د دې پروسې د بشپړتیا وروسته، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د یو رسمي لیک په واسطه چې د ایمیل له لارې استول کېږي دې قونسلګرۍ ته د تائیدۍ یا عدم تائیدۍ خبر ورکوي.
    ج). قونسلګري د دوو کاري ورځو په جریان کې، د هغه ځانګړي یا راجسټر شوي پاکټ نه په استفادې سره چې د غوښتونکي(متقاضي) له خوا د غوښتنلیک سره یو ځای رالیږل شوی دی، د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې لیک د متقاضي په پته استوي. که چیرته متقاضي د نورو خدمتونو غوښتنه هم کړې وي او لازم اسناد ورسره وي، قونسلګري د هغو خدمتونو د اجرا کولو څخه وروسته ټول اسناد غوښتونکي ته وراستوي په یاد ولرئ چې د نوي زیلانډ متقاضیان باید د قونسلګرۍ څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د نوي زیلانډ اوسیدوونکو ته هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې د قونسلګری له خوا خبر ورکړل کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د قونسلګری نه واخلي. پُستي شرکتونه د قونسلګری څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۳:۳۰ پورې اخیستلای شي.

 د غوښتنلیک لپاره چمتو یاست؟

د ملاقات وخت واخلئ

د ملاقات وخت اخیستل

خپل د سند حالت تعقیب کړئ

د سند تعقیبول

د تابعیت د پېژندپاڼې تائید فورمه

دانلود