د ویزې اړوند مالومات
د ويزې معلوماتي پاڼې ته ښه راغلاست. په مونشن ښار کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جنرال قونسلګزۍ د ويزې د غوښتنليک د څانګې خدمتونه هغو اتباعو ته وړاندې کیږي چې وغواړي افغانستان ته سفر وکړي.
- په دې پاڼه کي تاسې کولاي شئ پوه شئ چې د ویزې اخيستلو لپاره کوم اسناد او مالومات اړین دي.
د ویزې فورمه بايد په بشپړه توګه ډکه او لاسليک شي ليکنه يي تايپ شي. د غوښتونکي پاسپورت بايد شپږ مياشتي اعتبار او تشي پاڼي ولري. غوښتونکي که د کار يا سوداګرۍ په موخه سفر کوي بايد د اړوندې مرجع لازم اسناد وړاندي کړي چې د سفر د موخې تاييد پکي شوي وي او همدارنگه د تاييدي ريفرنس نمبر د افغانستان د بهرنيو د چارو د وزارت څخه ولري.
دوه قطعي انځورونه چې د پاسپورت په معياري اندازه اخيستل شوي او د فورمي په وروستۍ پاڼه کي ونښلول شي، دواړه انځورونه بايد نوي او سره ورته وي او له مخامخ څخه اخيستل شوي وي. تر څو د شخص دواړه غوږونه پکي د ليدو وړ وي، همدارنګه د جرمني د اقامت او د پيژندني سند د غوښتونکي د اوسني پتي دتثبيتولو لپاره هم بايد لازم اسناد شته وي. د بېلګې په توگه د موتر چلولو لايسنس، د بريښنا بل، د ښاروالي اسناد او داسي نور چه د غوښتونکي پته پري په څرګنده توګه ليکل شوي وي.
هغه غوښتونکي چې د پوستي له لاري د خپل پاسپورت غواړي بايد يو راجستر شوي پاکټ د خپل دقیقې پتې سره وړاندې کړي. د سياحت د ويزي لپاره نور اضافي اسناد لکه دعوت نامه(بلنليک) د دعوت کوونکي له خوا يا د يو سياحتي شرکت له خوا د پرواز تکت او د استوګنې د ځاي ريزرف کول، همدارنګه د سفر بيمه او د بانکي حساب سټېټمنت (بیان) يا په کافي اندازه پيسي هم باید شتون ولري.
ټول بهرني اتباع کولاي شي څو د افغانستان ويزه تر لاسه کړي خو لاندې موارد ترې مستثنی دي:
په هغه صورت کي چه د شخص ورود د يو افغاني ادارې يا نهاد څخه ممنوع شوي وي او د شخص د ممنوعيت وخت پوره شوي نه وي،
شخص په نامعلوم وخت د افغانستان څخه وتلي وي،
په هغه صورت کي چه شخص امنيت ته ګواښ او يا مدني امنيت ته د ګډوډي، لامل وګرځي،
شخص په اخلاقي فساد کې مظنون وي،
له شخص څخه د ساري امراضو د سرایت امکان وېره وي،
د افغانستان اړوندو ادارو پرېکړه کړې وي چې د ویزې غوښتنه یې رد شي،
يا په افغانستان کي واکمن کلتور ته احترام او درناوي ونلري،
او همدارنگه په استثنايي حالاتو کي چې د افغانستان د قونسلګري مقامات او ديپلوماتان د کوم بل لامل په بنسټ مناسب ونه گڼي څو يو شخص ته ويزه صادره کړي.
د ویزې قیمتونه
د ویزې نوعیت
- د کار ویزه
- د یوځل ورود ویزه
- د ملاقات ويزه،
- د سوداگرۍ یو ځل ورود ویزه
- د سوداګرۍ کثیر المسافرت ويزه،
- د سوداګرۍ کثیر المسافرت ويزه،
- د سوداګرۍ کثیر المسافرت ويزه،
- د سياحت ويزه،
- رسمي ويزه،
- ديپلوماتيکه ويزه،
- عاجله ويزه (په ۲۴ ساعتونو کي)
د اعتبار موده
- یو میاشت - ۳۰ ورزې
- یو میاشت - ۳۰ ورزې
- یو میاشت - ۳۰ ورزې
- یو میاشت - ۳۰ ورزې
- دری میاشتی - ۹۰ ورزې
- شپږ میاشتی - ۱۸۰ ورزې
- یو کال ۳۶۵ ورزې
- یو میاشت - ۳۰ ورزې
- د غوښتنې مطابق
- د غوښتنې مطابق
- یو میاشت ۳۰ ورزې