د زېږېدنې سند
- الف) د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته دا خدمات د پُستې له لارې تر سره کیدای شي.
• ب) قونسلگری ته راتګ: مراجعه کونکی اړ دی چې په مونشن کې د افغانستان قونسلگری ته مراجعه وکړي.
• ج) اړین اسناد : ټول غوښتونکي (متقاضیان) باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه قونسلگرۍ ته وړاندې کړي.
• غوښتنلیک: غوښتونکی باید یو غوښتنلیک ولیکي او قونسلگرۍ ته خپل اړتیا وړ خدمتونه روښانه کړي. د مثال په ډول، د زېږېدنې د سند ترتیب او صدور، د اصل یا د ژباړې تائیدول او یا هم دواړه، د دې سربېره، د متقاضي شهرت، د استوګنځي پته او د اړیکې شمېره په غوښتنلیک کې ولیکل شي.
- د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ژباړه .
- د زېږېدنې د سند کاپي یا د هغه د ژباړې کاپي .
- د استوګنځي د پتې تثبیت: غوښتونکی باید د خپل اوسني استوګنځي د پتې د تثبیت لپاره قونسلگرۍ ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د جرمني د موټر چلولو لایسنس، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بېل کاپي وي .
• د) محصول: قونسلگري د زیږیدنې سند د تصدیق یا صادرولو په مقابل کې 10 یورو محصول اخلي.
د اړیکی جزئیات:
ایمیل: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
تیلیفون: 004989255523030