د مجردۍ وثیقه

په مونشن کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له میشتې جنرال قونسلګرۍ څخه د افغان اتباعو لپاره د مجردۍ وثیقې د اجراء او ترلاسه کولو شرائط په لاندې ډول دي:

  • هغه افغان وګړي چې د ۱۸ کلنۍ قانوني سن له بشپړیدو مخکې په بهر کې میشت شوي او د مجردۍ د تصدیق غوښتونکي دي، د لاندې شرائطو او اسنادو له مخې د خپلې مجردۍ تصدیق له دې جنرال قونسلۍ څخه ترلاسه کولی شي:
    1. د جنرال قونسلۍ د آنلاین سیستم له لارې د ملاقات (ترمین) لپاره د وخت اخیستل؛
    2. د تابعیت د تذکرې او د بهرنیو چارو وزارت لخوا د هغې د تأیید شوې کاپي وړاندې کول؛
    3. د غوښتونکي عملي شتون او د هغه لخوا جنرال قونسلۍ ته د لیکلي غوښتنلیک وړاندې کول؛
    4. د ( Erweiterte Meldebescheinigung) سند وړاندې کول چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د غوښتونکي د ټیټ سن (۱۸ کلنۍ څخه مخکې) څرګندونه وکړي.
    5. د ۵ تنو با اهلیته شاهدانو حضور چې د هویت د معتبرو اسنادو (افغاني پاسپورت/ تذکره) درلودونکي وي: (د ۳ تنو اقرار کوونکو اقرار او د ۲ تنو حضور او شاهدي ورکول) چې د هر یو د هویت د یادو اسنادو کاپي به هم وړاندې کوي.
    6. د غوښتونکي او شاهدانو د دوه دوه قطعې بایومتریک عکسونو وړاندې کول چې له چوکاټ پرته سپین بګرونډ ولري.
    7. محصول: په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلګري د دغه سند د اجراء لپاره ۵۰ یورو محصول اخلي.

    یادونه: د مجردۍ د وثیقې ترلاسه کولو هغه مراجعه کوونکي چې د ۱۸ کلنۍ سن تر بشپړولو وروسته آلمان ته راغلي، لومړی دې خپله وکالت پاڼه ترتیب او د هغې په وسیله دې خپل مجرد خط د افغانستان له داخلي محاکمو ترلاسه کړي.


    د اړیکې جزئیات:
    ایمیل
    : This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
    د اړیکې شمېره: 004989255523030

 د غوښتنلیک لپاره چمتو یاست؟

د ملاقات وخت واخلئ

د ملاقات وخت اخیستل

خپل د سند حالت تعقیب کړئ

د سند تعقیبول

د مجردۍ د وثیقې فورمه

دانلود