د وراثت د حصر وثیقه

مهرباني وکړئ د وراثت د حصر وثیقې په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولولئ!

  • • الف). د ملاقات وقت: د وراثت د حصر وثیقي غوښتونکی باید مخکې له دې چې قونسلگرۍ ته مراجعه وکړي، د ملاقات وخت مخکې له مخکې په آنلاین ډول واخلي. بناءً قونسلگري هغو مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولی چې د ملاقات وخت یې مخکې نه وي ترلاسه کړی.
    • د ملاقات د و خت ترلاسه کولو لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړئ.
    ب). قونسلگرۍ ته راتګ: د یاد سند غوښتونکی وارث یا وارثان باید له دوه تنو شاهدانو او درې تنو اقرار کوونکو سره یو ځای په ټاکل شوي وخت د افغانستان قونسلگرۍ ته مراجعه وکړي او د وراثت د حصر وثیقې فورمه او نور لازم اسناد وړاندې کړي.
    ج). د غوښتنلیک فورم: د وراثت د حصر وثیقې غوښتونکی باید اړونده فورمه چې په دې پاڼه کې شتون لري، تر لاسه کړي او په په پوره دقت سره په پښتو یا دري ژبه اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي.
    د). شاهدان، اقرار کوونکي او لازم اسناد: مهرباني وکړئ لاندې معلومات په دقت سره ولولئ او اړتیا وړ اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره افغانستان قونسلگرۍ ته وړاندې کړئ.
    • الف - د وراثت د حصر وثیقی ترتیب:
    لومړۍ- وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د وراثت د حصر وثیقې د جوړولو پر مهال په قونسلگرۍ کې د لاندې اسنادو او اشخاصو سره حضور ولري:
    • وارث یا وارثان باید د وراثت د حصر سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) فوتي سند له ځان سره ولري. له فوتي سند څخه پرته د وراثت د حصر وثیقه نه جوړیږي.
    د پاسپورټ یوه کاپي (افغاني) او د تذکرې یوه کاپی د دوو قطعې عکسونو سره چې سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی وي او تازه اخیستل شوي وي.
    - دو قطعه عکس متقاضی(موکل) که جدیدا اخذ شده باشد به اندازه ۳ در ۴ سانتی
    • ۳ په ۴ سانتي کې د غوښتونکي (موکل) دوې قطعې عکسونه چې نوي یې اخیستي وي.
     دوهم - اقرار کوونکي: درې تنه اقرار کوونکي چې سن یې له ۱۸ کلونوپورته او د وارثانو له کورنۍ سره بشپړه پېژندګلوي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز د کاپي او دوه قطعې عکسونو سره (سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتي) قونسلگرۍ ته مراجعه وکړي.
     دریم - شاهدان: دوه تنه شاهدان چې دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه چې عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي، د خپلو پاسپورټونو د کاپي (افغاني) یا تذکرې کاپي او دوه دوه قطعی عکسونو سره (سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی) چې تازه اخیستل شوي وي، قونسلگرۍ ته مراجعه وکړي.

    محصول: د وراثت د حصر وثیقې هر غوښتونکی باید د نوموړي سند د ترتیب لګښت یوازې له بانکي کارتونو په استفادې سره قونسلګرۍ ته تحویل کړي.

    • قونسلگري په هیڅ ډول نغدې پیسې نه اخلي .

    • یادونه: د وراثت د حصر سند د جوړولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون حتمي او لازمي دي ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان + درې تنه اقرار کوونکي .
      .مهرباني وکړئ؛ قونسلگرۍ ته د راتګ پر مهال د پورته ذکر شویو لازمو اسنادو کاپي ګانې او عکسونه له ځان سره ولرئ. مراجعینو ته په قونسلگرۍ کې دننه د کاپي او چاپ کولو آسانتیاوې شتون نه لري.

    د اړیکی جزئیات:
    ایمیل
    : This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
    تیلیفون: 004989255523030

 د غوښتنلیک لپاره چمتو یاست؟

د ملاقات وخت واخلئ

د ملاقات وخت اخیستل

خپل د سند حالت تعقیب کړئ

د سند تعقیبول

  د وراثت د حصر وثیقه

دانلود