د زوجیت د وثیقې اجراء
په دي جنرال قونسلګري کې د افغانستان اتباعو لپاره د زوجیت د سند لپاره اړین اسناد او شرطونه په لاندې ډول دي:
- 1. د مخکې نه نیول شوی د ملاقات وخت یا (ترمین) د دې څانګې د آنلاین سیستم له لارې.
2. د تابعت پېژندپاڼه او د هغې کاپي چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوې وي.
3. افغانی پاسپورټ.
4. اوسوایس یا په آلمان کې د مېشتوالي کارت.
5. ډک شوی فورم (پرته له کومې قلم خوردګۍ څخه).
6. دوه قطعې بیومتریکي انځورونه.
7. د متقاضیانو حضور (ښځه او مېړه).
8. د 5 معتبر شاهدانو حضور ( دوه نارینه شاهدان او درې اقرار کوونکي).
9. که چیری اولاد لرئ نو د هغوئ اسناد لکه پېژندپاڼې ، پاسپورټونه او یا زېږدپانې هم له ځان سره ولری.
یادونه : د زوجیت وثیقه هغه وګړیو ته ورکول کېږي ، چې مخکې یې واده کړي وي یانې ښځه او مېړه وي.
د اړیکې جزئیات:
ایمیل: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
د اړیکې شمېره: 004989255523030