د جرمي مسؤلیت د نه لرلو سند

د سند تر لاسه کولو عمومي شرایط:
- په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلگري د جرمي مسئوولیت د نه لرلو یا د پولیسو د تصدیق سند غوښتنلیکونه له هغو افغانانو چې په جرمني کې استوګن دي، او د هغو افغان یا غیر افغان اتباعو په اړه چې د غوښتنې په وخت کې او یا پخوا یی په افغانستان کې ژوند/کار کړی وي، مني.
- د جرمي مسئوولیت د نه لرلو سند، په افغانستان کې د اړوندو امنیتي ادارو لخوا د هغو معلوماتو پر بڼسټ صادریږی چې غوښتونکی یې دې جنرال قونسلۍ ته وړاندې کوي.
- د جرمي مسئوولیت د نه لرلو سند د صادریدو وخت، په افغانستان کې د اړوندو ادارو تر اجراآتو پورې اړه لري چې د ټولو پړاوونو بشپړیدل یې لږ تر لږه یوه میاشت وخت نیسي.

د جرمي مسوولیت د نه لرلو د تصدیق لپاره لازم اسناد او اړتیا وړ شرائط:

  • • له جنرال قونسلۍ سره په آنلاین ډول مخکې له مخکې د وخت اخیستل او همغږي.
    د جرمي مسئوولیت د نه لرلو د سند غوښتنلیک (فورمه) باید په بشپړه توګه د لاندې معلوماتو په درج کولو سره ډکه او لاسلیک شي (غوښتونکی د کوم ډول خدماتو غوښتنلیک وړانډې کوي، د نوم، پلار نوم، د زیږیدو ځای او نیټه، اصلي او فعلي استوګنځي په اړه دقیق معلومات وړاندې شي)
    په جرمني کې د استوګنې/اقامت حقوقي سندونه، لکه د لندد سند، د تلپاتې(دائمي) استوګنې کارت او د تابعیت سند (تذکره) د هغه سند یوه کاپي چې د غوښتونکي اړیکه له هغه چا سره چی سند یې په اړه غوښتل کیږي، او داسې نور.
    • د هغه شخص چی د جرمي مسئوولیت د نه لرلو د سند غوښتنه یې کیږي، د تابعیت د تذکرې یوه روښانه کاپي.
    د غوښتونکي د ګوتې نښه او د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره/موثق اسناد او داسې نور.
    • د جرمي مسئوولیت د نه لرلو د سند محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم تحویل شي.
    • که خپله شخص مراجعه کوي یو قطعه عکس او که د بل چا لپاره مراجعه کوي د هغه شخص یوه قطعه عکس.
    محصول: 10 یورو محصول په یورو اخیستل کیږی.

    د اړیکې جزیات:
    ایمیل
    : This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
    تیلیفون:   004989255523030

 د غوښتنلیک لپاره چمتو یاست؟

د ملاقات وخت واخلئ

د ملاقات وخت اخیستل

خپل د سند حالت تعقیب کړئ

د سند تعقیبول

د جرمي مسؤلیت فورمه

دانلود