افغانستان ته د مړي د لیږدلو سند

کله چي د افغانستان یو اوسېدونکی په آلمان کې مري او د هغه کورنۍ غواړي چې جنازه افغانستان ته ولیږدوي نو قونسلګری د دې کار د آسانتیا لپاره د آلمان اړینو اداراتو ته چي په هغوی کې ترانزیټ مملکتونه او هوایي ډګرونه هم شامل دي، مکتوبونه استوي او هر اړخیزه مرسته ورسره کوي. د آلمان د اداراتو د غوښتنې پر بنسټ، ورته مکتوب د مړي د لیږدولو لپاره بې له وارث نه هم استول کیږي، چي د مړي د لیږدولو په پروسه کې آسانتیا راولي او ګټور کیداي شي. د لیدني لپاره وخت اخیستلو ته اړتیا نشته، ځکه چي دا خدمات له لرې فاصلې هم وړاندې کیدای شي. آلماني ادارې او یا د مړي کورنۍ د جنازې لیږدولو د غوښتنې لپاره کولاي شي اړوندې برخي ته This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. ایمیل واستوي، او که د مړي د لیږدولو لپاره بل کس ته اړتیا وي نو د هغه کس معلومات هم باید په کره توګه ولیکل شي.

  • اړین اسناد:
    د مړي د پاسپورټ او يا پیژندپاڼي کاپي؛
    له آلمانی اداراتو څخه د شخص د مړینې تصدیق؛
    اړینه ده چي د مړینې تصديق پاڼه ۱. د مړي په اړه؛ ۲. دهغه د پلار، مور، زوج او اولادونو په اړه؛ ۳. د مړي صحت او د مړیني د سبب په اړه؛ ۴. او د معلوماتو ورکونکي نوم، پتې او اړیکې په باب معلومات ولري.
    له اړوندې صحي ادارې څخه د تصدیق وړاندي کول، چي ښايي له مړي سره به ناروغی و یا کوم خطر د افغانستان اوسیدونکو ته نه لیږدول کیږي
    لګښت: جنرال قونسلګري یاد شوی سند په وړیا توګه صادروي.
    کله چې ستاسو سندونه پوره وي نو قونسلګري ستاسو د اسنادو کڅوړه د پست او یا ایمیل له لارې تر لاسه کوي نو په هماغه ورځ د یادو اسنادو پر کاپي باندې اړینې مرحلې سرته رسوي او بیرته یې غوښتونکي ته د ایمیل یا پست په ځواب کې په عاجله توګه لیږدوي.

 د غوښتنلیک لپاره چمتو یاست؟

د ملاقات وخت واخلئ

د ملاقات وخت اخیستل

خپل د سند حالت تعقیب کړئ

د سند تعقیبول

د مړینې وثیقه ترلاسه کړۍ

دانلود