ورسته خبرونه

ورسته خبرونه (10)

په مونشن-آلمان کې د افغان جنرال قونسلګرۍ لخوا په آنلاین ډول د غیابي تذکرو د وېش د لارښود په تړاو اعلامی

د آلمان په مونشن کې د افغانستان اسلامي جمهوریت میشته جنرال قونسلګري ویاړي چې د ګرانو هېوادوالو لپاره يي په آنلاین توګه د غیابي تذکرو د ویش لړۍ پيل کړې. د نوې آنلاین پروسې څخه په ګټې اخیستنې سره د غیرحضوري تذکرو غوښتونکي کولی شي د نافذو مقرراتو په رڼا کې د آنلاین فورمو په ډکولو سره د سن اصلاح/ د نوم اصلاح/ د تخلص درج کول/ د مثنی تذکرې اخیستل/ د عکس نصبول/ د عکس نوي کول او د تذکرې د تأییدۍ په برخو کې اقدام وکړي او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې تر تأییدۍ وروسته په لږه موده کې له دغې نمایندګۍ څخه خپله تذکره ترلاسه کړي.
 
د غیابي تذکرو د ویش لپاره د آنلاین فورم د ډکولو لپاره لاندي لينك د ویدیو د رهنمائی مطابق تعقيب کړې، http://econsulate.nsia.gov.af
 
 
   
په درنښت
په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلګري

د آلمان د بادن ورتمبرگ ایالت د دولت له وزیری آغلی تریسا شوپر سره په مونشن کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسل لیدنه

ښاغلی صفت الله رحیمی، په مونشن ښار کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل د آلمان د بادن ورتمبرگ ایالت د دولت له وزیری آغلی شوپر سره وکتل او پدی لیدنه کی د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت سربیره، د سولی په روانو مذاکراتو او په آلمان کی د افغان مهاجرینو په ستونزو باندی خبری وشوی. پدی مجلس که د عامه او خصوصی مشارکت د هغه پروژو جزیات چی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د حکومت له لوری نهائی شوی له آغلی شوپر سره شریک او د پدی پروژو کی د بادن ورتمبرگ ایالت د خصوصی سکتور د پانگی اچونی په لارو چارو باندی بحث تر سره شو.

د زیمنس د انرژۍ کمپنۍ سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

دغه سند چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په حضور کې د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت او زیمنس د انرژۍ کمپنۍ تر منځ لیک لاسلیک شو، پر بنسټ به یې د زیمنس انرژۍ شرکت چی مرکزي دفتر یې د آلمان په مونشن ښار کې موقعیت لري، دوامدارې، باوري او د تجدید وړ انرژۍ ته د لاسرسي لپاره د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي او سیمې ته د انرژۍ د لېږد د مرکز په بدلولو کی به پاموړ برخه واخلي.

د آلمان په مونشن ښار کی د هندوستان د جنرال قونسل سره د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسل لیدنه

ښاغلی صفت الله رحیمی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل په مونشن ښار کی د هند له جنرال قونسل شاغلی موهیت یادوو سره لیدنه وکړه او پدی کتنه کی د افغانستان او هند په دوه اړخیزه همکاریو، اقتصادی پروګرامونو او همدارنګه په مونشن ښار کی د دواړو جنرال قونسلګریو د مشترکو همکاریو په هکله خبری وشوی.

د آلمان په مونشن ښار کی د امریکی د متحده ایالاتو د جنرال قونسل سره د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسل لیدنه

ښاغلی صفت الله رحیمی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل په مونشن ښار کی د امریکی د متحده ایالاتو له جنرال قونسل آغلی میګان ګریګونیس سره لیدنه وکړه او پدی کتنه کی د افغانستان په سیاسی، اقتصادی، امنیتی او د سولی په پروسه باندی خبری وشوی. همدارنګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسلګری او د امریکی د متحده ایالاتو د جنرال قونسلګری تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو په هکله هم خبری وشوی.

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو له وزیر سره په مونشن کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جنرال قونسل لیدنه

ښاغلی صفت الله رحیمی، په مونشن ښار کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر ښاغلی هرمن، د یاد ایالت د پولیسو عمومی مشر او د مهاجرت د اداری عمومی رییس سره وکتل. پدی لیدنه کی د افغانستان د سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت سربیره، د سولی په روانو مذاکراتو او په آلمان کی د افغان مهاجرینو په ستونزو باندی خبری وشوی.

خبرتیا

د جرمني په مونشن کې میشته افغان جنرال قونسلګري، په دغه هیواد کې استوګنو افغان وګړو او د افغانستان مسلمان ملت ته د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ مراتبو په وړاندې کولو سره خپلو ټولو مراجعینو ته خبر ورکوي چې دغه قونسلګري د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې پر بنسټ راتلونکې چهارشنبې ورځ (۷ جوزا ۱۳۹۹ -۲۷ می ۲۰۲۰) خپل قونسلي خدمات او فعالیتونه پیل کوي.

له دې امله هغه مراجعین چې د روان زیږدیز کال د مې میاشتې ۲۷ او ورپسې ورځو لپاره یې ملاقات (ترمین) ترلاسه کړی وي، کولی شي په یاده نیټه د سهار له ۹ بجو د غرمی تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د ماسک په اغوستلو، یو نیم متر واټن په رعایت او نورو روغتیایي لارښوونو په عملي کولو سره قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

البته هغه کسان چې ترمین یې د قرنطین له امله ځنډیدلی، د نوي ترمین ترلاسه کولو په موخه دې په راتلونکو دوه اونیو کی د دغې نمایندګۍ ایمیل ته منتظر او له نوي ترمین ترلاسه کولو پرته دې مراجعه نه کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر له ښاغلي هایکو ماس د جرمني هیواد بهرنی چارو وزیر سره دټلیفونې اړیکه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر نن غرمه له ښاغلي هایکو ماس د جرمني هیواد بهرنی چارو وزیر سره د ټلیفونې اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړۍ. ښاغلي هایکو ماس ښاغلي اتمر ته د نوې دندې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د دوه ملتونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به یو بل سره همکاري وکړي. وروسته، ښاغلي اتمر د خپل سیال څخه په مننې سره هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو د تاریخي او ژورو اړیکو څخه د افغان سولې په بهیر کې اغیزمنه ګټه پورته سي. د دغې اړیکې په ترڅ کې دواړو لورو، د سولې په تړاو پر وروستیو خبرواترو، د سمیه ییزې اجماع په برخه کې هڅې، د سولې په بهیر کې د افغانستان د دوستو هیوادونو د ملاتړ د جلبولو څرنګوالی، د بشردوستانه اوربند رامنځ ته کیدلو، له قید او شرطه پرته د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د دولت او طالبانو د بندیانو پر خوشۍ کیدلو خبرې وکړۍ. د خبرو په لړ کې، دواړولورو د کورنا ویروس په دوران کې د افغانستان او جرمني ترمنځ د اړیکو پر تقویت او همدارنګه د جینوا کنفراننس چې ټاکل شوې ده سږ کال په مني کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په اجندا سره ترسره شي، خبرې وکړۍ. په پای کې، ښاغلي اتمر د افغانستان د خلکو او دولت سره په بیلابیلو برخو په تیره بیا د سولې په بهیر کې د جرمني هیواد د دوامدارو مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د لا همکاریو هیله یې څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین د آلمان فدرال جمهوریت د پارلمان غړي ښاغلي امید نوري پور سره ولیدل

کابل - د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب، نن له غرمې وروسته، د آلمان فدرال جمهوریت د پارلمان غړي ښاغلي امید نوري پور سره ولیدل‎. په دې لېدنه کې، اقتصادي همکاریو معین ښاغلي نوري پور ته د ښه راغلاست په ویلو سره آلمان ته د خپل وروستي سفر په اړه د خبرو په ترڅ کې افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې ېې د آلمان دولت او خلکو له مرستو څخه او همدغه راز په دې برخه کې د ښاغلي نوري پور له هلو ځلو څخه قدرداني او مننه وکړه. د خبرو په دوام کې، لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او غځولو، مونیخ امنیتي کنفرانس لپاره چمتوالي، د جمهوري ریاست د ټاکنو، د سولې خبرو اترو او افغانستان او سیمې سره نورو اړوند موضوعاتو په تړاو بحث وکړ. په پای کې، ښاغلي نوري پور دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو غښتلتیا په لاره کې د خپلو هلو ځلو د دوام پخلی وکړ او افغانستان لپاره ېې د آلمان د همکاریو له دوام څخه ډاډ ورکړ.

Go to Top