د جنرال قونسل ژوندلیک

صفت الله رحیمي
د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسل. مونیخ- آلمان
ښاغلی صفت الله رحیمي اوسمهال د آلمان په مونیخ ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال قونسل په توګه دنده ترسره کوي؛ نوموړی تر دې وړاندې د بلجیم شاهي هېواد پلازمېنه بروکسل کې د افغان سفارت او نمایندګۍ د مرستیال او د ناټو سازمان او اروپایي اتحادیې لپاره د مستشار وزیر مختار په توګه دنده اجراء کړې او په دغه هېواد کې د څه باندې یو کال کار په ترڅ کې یې له یادو ملاتړو بنسټونو او شریکانو سره د افغان حکومت د کاري پروګرامونو په همغږۍ کې کارنده ونډه اخیستې ده.
ښاغلي رحیمي د ډیپلوماتیک ماموریت تر لړۍ مخکې، له ۲۰۱۵ لمریز کال بیا تر ۲۰۱۸ کال پورې د مالیې وزارت د دفتر لوی رئیس او د افغانستان اسلامي جمهوریت د اقتصاد عالي شورا د دارالانشاء د رئیس په توګه خدمت کړی او په دغه موده کې یې د اړوندو کاري مسؤولیتونو تر څنګ د مالیې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اډانه کې د پرمختیایي پروګرامونو او د سیمې له ۱۳ هېوادونو سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو کمیسیونونو د همغږۍ او مخته وړلو مسؤولیت هم پر غاړه درلود.
سربېره پر دې نوموړی له ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړیوال بانک له لارې پلي کیدونکو پروګرامونو په چارو کې د پوهنې وزیر ستر سلاکار، د ۲۰۱۳ څخه ۲۰۱۴ کال پوری د یونیسکو او آیسیسکو د ملي کمیسیون د سکرتر جنرال، له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ زیږدیز کال پورې د نړیوال بانک له خوا د پوهنې وزارت سلاکار او اجرائیوي همکار، په ۲۰۰۸ کال کی د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) ملي سلاکار، له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تر ۲۰۰۸ د آسیا بنسټ (The Asia Foundation) له لارې د افغانستان د ولسمشری دفتر د سرچینو د مرکز د مسؤول او همداراز د افغانانو لپاره د مرستو د همغږۍ ادارې (CoAR) د پروګرامونو همغږۍ د مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.
ښاغلي رحیمي د ماستری په کچه د لوړو زده کړو بری لیک د لویو پروگرامونو د مدیریت په څانګه کی د انګلستان هیواد د اکسفورد پوهنتون څخه، دوهمه ماستری یی د عامه پالیسی په څانګه کې د جینوا د نړیوالو مطالعاتو او پرمختیا پوهنتون او د لسانس په کچه یی خپل تحصیلات د سوداګرۍ د مدیریت په څانګه کې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې تکمیل کړې دی.