د جنرال قونسل پیغام

په مونشن-المان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنرال قونسلگری ویبپاڼې ته ښه راغلاست!

موږ د المان هیواد په مونشن ایالت کې د دغه تاریخي هیواد د لوی ملت د استازیتوب ویاړ لرو هلته چې ډیری نړیوال شریکان غواړي د دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ خپلې دوامداره اړیکې له افغانستان سره لاهم پراخې کړي. په مونشن کې د افغانستان جنرال قونسلگری د خپل پیاوړي جوړښت په مټ هڅه کوي څو د هیواد د ملي ګټو د تحقق او له تابع هیوادونو او میشتو نړیوالو بنسټونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په موخه خپل ملي رسالت ترسره کړي.

د المان هیواد د بشري حقونو، د ښځو د پیاوړتیا، د مهاجرینو د مسائلو، روغتیا، ښوونې او روزنې، زیربنایي چارو، اقتصادي ودې او سیمه ییزو همکاریو د یو عمده ملاتړي په توګه زموږ لپاره د ځانګړي ارزښت درلودونکې ده او د افغانستان حکومت له یاد هیواد سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي څو د اقتصادي ودې، د سولې او امنیت ټینګښت، د ښوونې او روزنې پرمختګ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې ټاکلې موخې له المان سره د خپلو اړیکو د پراختیا په اډانه کې ترلاسه کړي.

که څه هم افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو یو اوږد ناورین شا ته پریښی، خو له دې سره سره له یوه مهم بالقوه اقتصادي ظرفیت هم برخمن دی څرنګه چې د اټکل شوو شاوخوا ۳ تریلیونه اومه توکو په درلودلو سره دغه هیواد د نړۍ له بډایه کانونو درلودونکو سیمو څخه ګڼل کیږي. افغانستان د معادنو د استخراج په برخه کی ډیر پرمختګ درلود او پدی بخش کی یی د خصوصی سکتور د پانګونی د تشویق لپاره په نړیواله کچه غوره پالیسی ګانی او قوانین تدوین کړی دی. اوسمهال افغانستان د ۱۴۰۰ کاني سیمو درلودونکی دی چې عمدتاً باریت، کرومیټ، د ډبرو سکاره، مس، طلا او اوسپنه پکې شامل دي. په نورو کانونو کې یې له لوړ کیفیت او شهرت څخه برخمنې قیمتي ډبرې عبارت دي له: زمرد، لاجورد، سور ګارنټ او یاقوت. افغانستان خپلې لومړنۍ اړتیاوې له کرهڼیزو محصولاتو تأمینوي او تر خپلې اړتیا اضافه سبزیجات او میوې چې د ټولو صادراتو دوه ثلثه تشکیلوي، بهر ته صادروي. البته د لوړ کیفیت او شهرت درلودونکې وچې میوې او غالۍ د افغانستان د صادراتو د نوملړ په سر کې راځي.

په مونشن کې میشت افغان جنرال قونسلگری، ټولو هغو افغانانو او نړیوالو شریکانو ته ښه راغلاست وایي چې له سفارت څخه د لیدنې یا د هغه له خدمتونو د ګټې اخیستنې لپاره تشریف راوړي او د زعفرانو له یوې پیالې چای او خوندورو افغاني وچو میوو خوند اخلي.


په درنښت،

صفت الله رحیمی
په مونشن-المان کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل